...

صدیق

چې دا هسې سترګې تورې ته لرې

 زربلا فتنې پرې پورې ته لرې

له يوې بلايې خلاص په سل بلا شوم

 ور پسې بلښې سل نورې ته لرې

ځکه نمر ته غټ کتی نه شي خفاشه

 معنوي سترګې چې کورې ته لرې

ته به کله د زړه غوړ په ما پير زوکړې

 چې د خولې خبرې سپورې ته لرې

 ته هاله وما ته ځير ګوره صديقه

 د معنی سترګې که نورې ته لرې