

صدیق
نيک و بد په خاطر څو چې د جهان ږدي
د ارمان داغونه واړه په خپل ځان ږدي
خپل پردي غمونه څو لرې په زړه کې
هومره پيټی وخپل سر ته د تاوان ږدې
د اميد ونه به ستا ها له برواخلي
سبکبار قدم که عين په خزان ږدې
که دې غم ښادي ته شاکړه ځوانمردي ده
په تجريد به قدم پورته تر آسمان ږدې
په هيڅ ملک به نښانه ترې ښکاره نه شي
هر قدم چې د نيستۍ په بيابان ږدې
سهل امر ترک له ځانه را ښکاره شو
چې ژوندون پرده وصال ته، ته جانان ږدې
بې منته در، څو وازد دوزخ وينې
د منت لاس به په در څه د رضوان ږدې
صاف نظر نفع له صافې آيينې وړي
غشی څله کوږ په ژۍ کې د کمان ږدې
څو دې خم ګردن دا سخت نه شي صديقه
سر به کله په بالين پاس دسنان ږدې