

صدیق
په هر چا باندې چې کړې چارې ناپسندې
چيرې نه چې په تا وشي هغه شندې
ما په دا سترګو ليدل پکې پراته وو
هم هغو چې چا وبل ته ويستې کندې
چې روزګار يې و په وچه زمکه کړی
وفلک ورته د تل زمکه کړي بلندې
چې يې جام د ميو دور نه شو له شونډو
د هغو شونډې يې وچې کړې له تندې
واړو خپل دور ګردان کړ وار يې تير شو
ساقي اوس پيالې د مارا رندې رندې
ساقي نن را باندې داد د ميو زيات کړه
خلقې دي پخپل دار کې سره ګندې
د صديق د يار تر سر ځاريږي سوزي
ځکه ښه ګڼي ګياه خلق د سپندي