

صدیق
هر قدم چې ته په سيل د بهار ږدې
په بهار به منتونه په بار بار ږدې
يو په سله به ښايست د چمن ډېر شي
چې قدم ته په ورتله کې په تلوار ږدې
چې ترخه ويل و ما ته کړې دا شکر
دا مرهم مې په خوږ زړه څو په تلوار ږدې
خدای دې تل د آه له غشي امان وکړه
چې په زړه د مظلومانو ته آزار ږدې
تر دا بله نيکي نشته ما ته خدايږو
که مې سر لکه منصور په سر د دار ږدې
د ژوندون اميد هيڅ مه کوه صديقه
چې قدم د خونخوارو په جوار ږدې