...

صدیق

هومره مينه چې په تا کاندي بلبله

 څه د ځان په خوبۍ هم پوهيږې ګله!

ته چې تل هسې خندا کړې په چمن کې

 زر به وژاړې د حسن خوبي خپله

ښايسته دې پخپل حسن غره نه شي

 عارضي خوبي څوک نه لري تر تله

ښاپيرۍ چې ورته غټ ګوري ړندېږي

نن هغه بشره په سترګو ماليدله

په ديدن يې هسې درست بيخوده لاړم

 زړه يې هم را څخه يو وړله ګوګله

په ارمان د هغه وخت يم که باور کړې

 چې مې ستا زنه د سيب غوندې څکله

ته چې يار زما په زور بيا يې هجرانه!

 ته د دې خبرې داد وکړه پخپله

د ماڼې په مرګ يې مه وژنه که ښه کړې

 صديق خپله خونبها کړه درته پله