

صدیق
د ښادمن برخه د غم مه شه قابله
اندېښنه د څرخ له څرخه کړه عاقله
پره ګردون اثر ژړا کله زما کا
تخم نه کا زرغون زمکه ناقابله
د مين تر قدم لاندې سر د يار دی
ميوه نه پريږدي په شاخ ونه کامله
په ګډون زما د عشق جدايي لاړه
د هجران پوښتنه څه کړې له واصله
مينې ستا صفا مين په صفا مخ کړم
خوشبويي د ګل له ګله ده شامله
صديق ستا مينې له ځانه بيخبر کړم
ډوب خبر نه دی له موجه د ساحله