

صدیق
ته چې طمع د وفا کړې له فلکه
بيهوده طمع دې څه ده په زړه کلکه
دا هر ګز په دا جهان کې شوي نه دي
چې مزه د نبات غواړې له نمکه
د دنيا په مخ کې هيڅوک قرار نشته
لکه ګوی په ميدان ويشتی له پټکه
ته چې هسې پټ پناه له نمره ګرځې
د کتو طاقت دې نشته ښاپيرکه
چې يې هسې د اسرار ويل آغاز کړل
خلقه شوه اوس صديق ته هکه پکه