

صدیق
څو شيرين يې د آشنا اسم شريفه
چې هيڅوک دې خالي نه دي له تعريفه
درست اخلاص د اخلاص منو په کار کيږي
د لباس آشنايي تل وي له تکليفه
حريفان د حريفانو قدردان دي
نېک له نېکه بد له بد غواړه حريفه
کل نفاق په اتفاق ورته رجوع کا
د انصاف جامه چې واغوندي ظريفه
ښه چې پاس زما په زړه باندې رقم شو
د ښه يار نامه مې سمه تر اليفه
درست جهان يې له تعليمه معلم شو
يو دلبر وړاندې پيشوا لرم خليفه
محبت د آشنا غشي ناوکي شول
د صديق سينه يې درسته کړه شګيفه