...

صدیق

ناقرار زړونه قرار شوای دريغه دريغه

 څه قرار يې په ديدار شوای دريغه دريغه

هغه زړونه چې غمونو دي نيولي

 وښاديو ته وزګار شوای دريغه دريغه

په سوخته وبلبلانو يوه خدايه

 په هر لوري لاله زار شوای دريغه دريغه

چې دارو يې د دلبر په ديدن کيږي

 کشکې ښه هغه بيمار شوای دريغه دريغه

که ګنډون مې بس له مرګه د کفن شي

 ستا دسيه زلفو په تار شویا دريغه دريغه

اوس يې هيچرې ديدن رښکاره نه شو

را حضور د مرګ په وار شوای دريغه دريغه

چې زما په غم ښادي کاندي ښادمن شو

 نن غماز په جهان خوار شوای دريغه دريغه

په هجران د خنده رويو ښو يارانو

 تل ژړا زما په زار شوای دريغه دريغه

چې صديق پسې طلب کا، نه يې مومي

 ورښکاره هغه ديوار شوای دريغه دريغه