

صدیق
چې پياله يې د ساقي د لاس کړه نوشه
د دنيا خوښي يې کل کړه فراموشه
د ساقي د پيالې هسې تاثير وينم
چې په بوی يې خلقه شوله مدهوشه
نور په هيڅ باندې وتنه د زړه نه کا
چې چې ونيوه دلبره تر آغوشه
ښه چې وار د خزان تير شو، بهار راغی
د بلبلو آواز کښيناست له خروشه
په هر دم په ما خبر جرس د تلو کا
څه عجب آواز زما راځي تر ګوشه
د دنيا بازار مې سر تر پايه وغوښت
خالي نه دی يو زمان له پوشا پوشه
چې يې ناسته په قالين، شال يې په دوش و
د هغو شالونه پريواته له دوشه
چې تل نوی نوی غم په تارا درومي
سوړ به نه شي د صديق د خاطر جوشه