

صدیق
نهې و ته شا کړه د حق امر ته تسليم شه
اور ته نمرود پريږده، په ګلزار د ابراهيم شه
پورته عقل ډېر کاونه لا په نرمه زمکه
هر چې خاکساران دي هم هغو ته په تعظيم شه
تل سجده حاضر ته په حضور د هفت اندام کړه
ځان د ځوان په شمار کړه په تسخير د هفت اقليم شه
درومي کاروانونه، هر نفس د جرس غږ دی
څوک وايي وتاته چې د تلو په ځای مقيم شه
هيڅ به له حاضره څوک عيب نه کا صديقه
مخ تمام په صدق په کعبه د ابراهيم شه