

صدیق
لکه خضر د حيات په آب سيراب شه
ګنج وسيم وزر که غواړې خود خراب شه
په نکته د خاموشۍ چې نه ځاييږي
په منام باندې د عقل وهير کتاب شه
څوک چې ځان پناه د ځان ساتي مرد نه دی
دا پرده لرې پخوا د مرګ تر خواب شه
د هوا په ترک رښتيا عين درياب شي
تاته چا وې چې پر باد لکه حباب شه
د رحمت له ابره در په دريا اوري
برابر په خشک وتر اوره سحاب شه
د اخر عمر په کار خبردار نه يې
په حساب خبر پخوا تر خپل حساب شه
چې په حال دې څوک خبر نه شي صديقه!
د فنا په بحر ډوب در ناياب شه