

صدیق
د بهار له ابره زمکه ده ګل پوشه
که په دا شوه د لاله سينه پر جوشه
د بهار لطف نسيم تر حده زيات شو
ګل، بلبل همېشه نه وي هم آغوشه
د جهان حلاوت هيڅ نشته، خبر يم
د حيوان چشمه پناه شوه اوس له نوشه
د جرس ناره به هر لوري ته اورو
د غفلت پنبه که لرې کړو له ګوشه
په خاطر غبار مطلب خپل وي صديقه
د کونينو هسې ګرد کا له کاه پوشه