

صدیق
چې د يار مينه مې نه ځي له آغوشه
صبحدم مې څله خوله راوړي تر ګوشه
په غربت د مغان پير ميخانه شوم
د ساقي ميو به دور نکړم له دوشه
نيک و بد واړه د چا دلته ظاهر دي
غني خدای کړه شپه د هر چا پرده پوشه
د کريم کرم په باب شته د عاصيانو
خدای دې نه کا خوان د هيچا بې سر پوشه
په صديق ملامت هيڅ د ژړا مکړه
تل خروش کيږی د سوي زړه له جوشه