

صدیق
مخامخ و هغه مخ ته د آشفا شه
آيينې ته د تصوير صورت نما شه
وآشنا ته د آشنا په ژبه وايه
په خاموشه ژبه زر رنګه ګويا شه
که مقصود و ته دې نيت د رسيدو وي
په مدد د افتاده د لاس عصا شه
که په نيت د عافيت د شکر خواب يې
له بوريانه خوښ په نقش د بوريا شه
خپل مطلب له بله مه غواړه که ښه کړې
خود به خود لکه غونچه ګره کشا شه
قوت په خپلو وينو کړه څو لا يموت يې
مه د آرد و نان په طمع د آسيا شه
څو په سيوره د آسمان ګرځې صديقه
د هر چا مروت قطع د حيا شه