

صدیق
لاندې تر قدم کړه هغه، دا، فلک په ما شه
دين دنيا ته شا کړه مبا مبارکه دې غنا شه
څو خودنمايي لکه حباب په لوی درياب کړې
مټ کړه په چوګان د محبت ګوی فنا شه
غواړه د هستۍ په درياب در پکې غوټه کړه
چاوې خالي لاس په پورته کف د دريا شه
تل توتي ګويا او ستا په صافه آيينه کا
مهر په لب کيږده په لسان د زړه ګويا شه
ډېر ظاهر نظر په حقيقت کې ډېر غبار وي
دا سترګې کړه پټې معنوي سترګې بينا شه
ګرد غبار د زړه په لوی کامل باندې صيقل کړه
پورته په فلک روشن ضمير يد بيضا شه
پر که د تجريد لکه عيسی په تن پيدا کړې
بيا هله صديقه تر فلک پورته والا شه