

صدیق
نظر کم شو، ږيره سپينه، خوله کنډاسه
له شوم خلاص د نفس له مکره، له وسواسه
زر د سترګو تر ځنبلو له مانه لاړ شو
بې خبر اوده غفلت کړم له انفاسه
په ګناه قادر مانع له بدو نه شوم
خون قاتل کا چې يې تيغ ور شي تر لاسه
په هوس بدو ته ځم له نيکۍ تښتم
بد قسمت په هسې شان کړم بې هراسه
مټ مې ډېر په بدۍ لا تر نيکۍ زيات وي
په بدۍ اميد د ښو کړم بې قياسه
فکر درست نن په بازار د عمل ګډ کړم
هر قماش راته ښکاره تم بې اساسه
په ريا طاعت صديق په ځان پوهيږم
د څربښت غوښه جدا ده له اساسه