

صدیق
فراغت له بد و ښو د جهان اوسه
نوراني صفا تر ماه تابان اوسه
تواضع تر خلقه پر ځای د عيسی کا
لکه نورو لاړ د نمر تر مکان اوسه
د بيدارو سترګو شان د آينې دی
پا ديدن ته پاک نظر نګران اوسه
د صدف صافي د خولې ګوهر آشنا کا
په صفت د خپل آشنا پاک زبان اوسه
که طلب دی د راحت په خاطر ګرځي
لږ په بند لکه يوسف د کنعان اوسه
که انصاف غواړې له چا څخه همدا دی
لکه لعل کاڼی سم په ميزان اوسه