...

صدیق

په زړه هسې رنګه داغ يم له ناکسه

 چې د دې علاج مې هيڅ نه شي تر بسه

هر ناکس که نن په تن شاه جهان وي

 بيا د کس په فهم ډېر کم دی ترخه

که تحقيق پرې د جنت خوښي مونده شي

 اهل تښتي د نا اهلو له جوسه

که يې تير لکه نعمت کا څوک تر ستوني

 عاقبت به يی حاصل شي له مګسه

هر ناکس ته چې ما طمع د وفا کړه

 تر وفا يې جفا ښه کړه يو په لسه

اوس هغه زما ومرګ ته په تلوار شو

 چې به ډېر و ما ته تير و تر نفسه

دا ګردش د زمانې دی چې ليده شي

 چې شړۍ په قدر ښه شوه تر اطلسه

ګوساله له شير پروروي په دا څه شي

 په منزل برابر نه ځي له فرسه

نور به نوم د هيڅ آشنا په خوله وانخلم

 بې وفا يارانو موړ کړم له هوسه

 د ناکسو آشنايي به نور ونه کا

 که څه لاس د صديق رسي له دې پسه