...

صدیق

بېهوده په هوا ورک له ځانه بړوسه

 د معنی څيره هيڅ نه ده در معکوسه

تجلې د نور په پورته تر کعبې شته

 هيڅ اشيا يې خالي نه دي له جلوسه

په هر څه کې هغه مخ دی چې ليده شي

 آيينه د خيال نمای لري عروسه

د حبش نامه دې هيڅ رښتيا تر خال شوه

 د اګر خوبي جدا ده له آبنوسه

د ظاهر زينت جدا، باطن جدا دی

 قدر هيڅ بې دانې مه غواړه له بوسه

د غفلت اوده به ويښ په شر و شور کا

 اوده مه شه په لږ شپه ډېر تر خروسه

 ويوسف ته عيب عشق د زليخا شو

 د صديق مينه د عيبو کړه جاسوسه