

صدیق
تورن په غاړه د ماتم په صحرا ګرزه
ژاړه ژاړه همېشه په ژړا ګرزه
ډېرو خنده رويو په حضور زما ژړلي
نه وايم وتاته چې ته تل په خندا ګرزه
غم خو آشنايي ده آشنايي د هيچا مه کړه
نمر غوندې جدا له ښوله بدو تنها ګرزه
څه عجب زورګار دی په دنيا د تنهايۍ
هر چا و ته شا کړه په دنيا کې جدا ګرزه
بار د ملامت له ځانه واچوه که ښه کړې
خلاص کړه ځان له غمه همېشه بې پروا ګرزه
کاڼي په سر نه خوري چې ميوه نه لري ونه
څوک وايي وتاته په طلب کړه دنيا ګرزه
بار څو د طلب لرې په پورته به تلی نه شې
پر د تجريد راوړه بيا هاله په سما ګرزه
سيوره که په لار د محبت درسره مل شي
لا ځنې حذر کړه په دالار کې يکتا ګرزه
ګوندې پرې دانه د صبر شنه شي، بر بې وخورې
ووايه صديقه ته چې ته تل په ژړا ګرزه