

صدیق
چې دا هسې ستا په غم شوم اضطراب زه
نه پوهيږم چې په ويښ يم يا په خواب زه
د راحت ساعت وصال دی چې آخر شو
اوس په هجر کې ستا څو پيڅم عذاب زه
تاويل محنت پيڅه، راحت محال شو
اوس د دې خبرې کوم وکړم جواب زه
ته چې غوږ د غمازانو به ويل کړې
د بلا په خوله کې تا ور کړم خراب زه
که مې ستا سترګې قصاب مرګ ته وبولي
په خندا خندا به ورشم په شتاب زه
لکه ستا زلفې په مخ چې پيچ وتاب شي
هسې شان يم ستا په غم کې پيچ وتاب زه
په ډېر غم کې غم زما د صورت ورک شو
تا د عشق په اور نيولی يم کباب زه
بې فراقه بل کلام و ما ته نه کا
په آواز باندې چې غوږ کړم درباب زه
نه مې درست رټي له دره نه مې بولي
په دا لوی منزل کې پاتې شوم کرياب زه
يوه ورځ به د فنا په باد فنا شم
د زمکې په مخ د زمکې يم حباب زه
د اورنګ په تخت خندا صديق په دا کړم
چې د يار د در د سپو شوم په حساب زه