

صدیق
چې يې کړه زما د يار په قامت سازه
مرو ځکه شوه تر عمر سر فرازه
واصفان يې تر صنعت سيدی نشي
د صانع صفت يې تير دی تر اندازه
درست د يار قامت ستا يم که سرویاد کړم
په معنی حقيقت بيل دی له مجازه
صورتي بار مې په سترګو ليده نه شي
سرګردان يې په طلب يم له آزاره
د خاطر خوښي مې هر کله په داده
د محمود په سترګو ږده تلې ايازه
په منصور به روايت د قتل چا کړ
که څوک نه وای خبردار د ده له رازه
د فراق ژړا به کاندي پرې وګړي
که قصه د خپل احوال کړم ور آغازه
چې نوبت مې د اجل د پيالې راشي
د هوا مرغونه بند شي له پروازه
طالبان به يې د زړه په مينه غواړي
چې غزل د صديق يافت شي له بياضه