...

صدیق

چې فارغ شو د دنيا له کاروباره

 د مجنون په کار غرض څه کړې هوښياره

ملامت مې په تندي دی قبول کړی

 د عاشق پروا دې څه کيږي له عاره

ښه ديدن و ته يې سترګې زما راکړې

 ځکه وړم نفع د ښکليو له ديداره

درد وغم راته د ښکليو منفعت دی

 چې زه کړم خريد فروخت له دې بازاره

چې يې تل په صومعه عمر تيريږي

 ځان په داساتي پناه له پرهيزګاره

هسې مخ مې خاطر وړی دی باور کړه

 چې يې درست په مينه موړ يم له ګلزاره

 درست په زړه دننه درد د صديق وينم

 د خندا هنر يې واخيست له پرهاره