

صدیق
دواړه سترګې وخورم که يې بې ستا له ديداره
پورته کړم بل مخ ته که زيبا وي تر ګلزاره
ډېر ښکلي مي وليدل په سترګو تر يوسفه
لا ده په جهان کې ځنې ستا بشره اوڅاره
ګرم ملامت نه يم که مې صبر د زړه لاړ شو
تا په کاته يو وړ وايې ما ته ناقراره
روح را څخه دورمي ستا په تله چې له ما درومې
دم را څخه مه ځه، ګڼه مرم د خدای د پاره
درست عمر په غم کې همېشه په صديق تير شو
نشته په جهان کې تر عاشقه برخه خواره