

صدیق
ما بېحده جفا بيا مونده له ياره
د وفا اميد يه څه کړم له اغياره
چې راضي يې په ديدن وم تر ګلونو
نن هغه راته بتر کړ ځان تر خاره
چې وفا ورسره کړم، جفا ترې مومم
تجربه مې کړه په دا عمر څو واره
چې نيکي يې په فطرت کې کښلې نه وي
د هغو ويره به څه شي له آزاره
د بدۍ خصلت به لاړ ور څخه نه شي
که د عمر سن يې تير شي تر هزاره
که وځان ته فتنه نه پيرې ځان ژغوره
د بدخوی ياري فتنه وينم تياره
د نيکانو آشنايي خير ته درومي
د بدانو آشنايي ځي تر اشراره
چې دارو يې د زحمت په هيچا نه شي
د شفا اميد به څه کړې له بيماره
په قيامت کې وهيچا ته ښکاره مکړه
د صديق عيبونه پټ ساته ستاره