

صدیق
ته په سيل د صحرا درومې له کوره
زه په کور دننه ناست سوځم بې اوره
مروت د آشنايي دا هومره نه وي
لکه ته په ماستم کوې هر ګوره
ما رضا خپله پريښې، ستا رضا کړم
کله کله ته زما رضا ته ګوره
ستا په تور يې درست وګړي کا وما ته
شرم نه کړم د وګړي له پيغوره
د ښادۍ غولی يې درست را څخه ونيو
ستا د غم لښکر پرې راغی لور له لوره
په اميد يې د وصال لا هومره ګرځم
او نه، بېلتانه پرې ايستم له زوره
غم ښادي يه آشنايي کې دي صديقه
که يې توان د غم لرې آشنايان ګوره