

صدیق
جيم جمال يې راشه ګوره
چې جلوه کا لور له لوره
د يقين سترګې رڼا کړه
هغه مسته شها ګوره
په يقين سره پرې ځير شه
اندېښنه ومکړه نوره
بې پرواهه له هر چا ده
شرم نه کا له بيغوره
مه يې لور غوړه مه زويه
نه زوولې ده له موره
خود له خوده نمای ده
خره ډېره ده هر ګوره
له کرمه يې اميد کړه
بيا له قهره يې ځان ژغوره
دا يې نخښه ده د مينې
چې هر څه سيزي بې اوره
هومره زور به د چا نه وي
لکه ستا د عشق زوره
ظاهر بين مه صديقه
يار د زړه په سترګو ګوره