

صدیق
آب د لبو دې تيری کا تر ګوهره
صفايي بې رښتيا يو وړه له کوثره
ما د ميو په پياله غواړه که پوه يې
هستي نه ده بې نيستيه ميسره
فکر بل په خاطر څه کړې توکل شته
د قلزم له موجه غم څه شناوره
د طلب ګامونه بند کړه قرار کينه
په درياب جهاز قايم کړه بې لنګره
شهادت يې د غمزې په خنجر غواړه
زندګي د خضر دلته ده کمتره
د جنت خوښي مجلس د اهل دل وي
تر دوزخ بتر خپلوي ده مکدره
د لباس زهد، تقوا را څخه نشته
مخ د صافې آيينې دی بې جوهره
وسيله د صديق عجز شو ويار ته
آشنايي د مزي څه ده له ګوهره