

صدیق
ما چې وليده دا ستا ښايست نګاره
څه صفت کا څوک د حورې پريواره
د پري سيوره اثر دا هومره نه کا
د نګاه اثر دې زيات وينم تر شماره
چې مې ستا نګه په دواړو سترګو ځير کړ
په جهان کې څوک تر تا نشته اوڅاره
د بهار ګلونه خس غوندې ښکاره شي
چې په سيل د بهار ځې، کړې ننداره
که اثر د آشنايي نه وای صديقه!
ستا وزړه ته به غمونو نه کړه لاره