

صدیق
تورې زلفې دې څوک نيسي بې تدبيره
وکعبې ته رسد نشته بې شبګيره
خود په خود طالب مطلب د مطلوب خپل کا
زليخا د يوسف تل وه دامنګيره
محبت عين ثواب د ښکلي مخ دی
آزادي موندلې چا ده بې تقصيره
چې د زلفو حلقه ستا ترې کمه نه شوه
غاړه نشته يوه خلاصه له زنځيره
د عاشق طلب وصال د مشعوقې دی
خپل مراد غواړي مريد له خپله پيره
د زړه وينې مې نوشه صرفه پرې مکړه
لب و لعلو ته دې وړم پياله اجميره
محبت ورژلی مه پوښته له حاله
په ګوزار جوهر ظاهر وي له شمشيره
بيهوده په بل سر څو په بيار ته ګرځې
ښه ديدن رښتيا نژدې دی تر نظيره
چې صورت يې د صديق په کاته زر شو
د استاد نظر بهتر دی تر اکسيره