

صدیق
چې خورې زلفې په مخ کاندي دلبره
خلقه به په نسيم کا بهره وره
تل د ښو نامه په ښو باندې عالم ږدي
د چمن خوبي سبا وړي له صحره
د يار غم وړي خبر په آفت نه دی
د وحدت کمند ګرداب دی بې خطره
د تهمت کاڼي د سر ملامت مکړه
سروې مه شه په بوستان کې بې ثمره
ډېر دولت په کم زورۍ ته فايده نه کا
د درياب قطره نصيب يوسه ګوهره
د تارک رضا که وايې لا رضا ده
بې رضا نشته رضا د يار په غوره
که طلب د آشنا کړې بويه صديقه
تر مقصوده پورې درومه بې سفره