

صدیق
روښنايي دې د جبين ځي له ديواره
صفايي د آيينې وي بې زنګاره
په کوهي که په زندان کې يوسف پټ دی
تيز نظر ورته ظاهر وي تر اظهاره
که د خلقو ونظر ته نابينا شوم
په هر لور مې نظر نه دی بې ديداره
د ديدن منع په سترګو ځنبل مکړه
لږ و ډېر نظر وتاته دی تر ياره
ما به کله دانه بند په بند د دام کا
په آغاز انجام خبر يم له دې کاره
د قسمت پيښه به څه شي، خبر نه يم
د اسرار نکته ليده شي بې پرکاره
د بڼو په غشو زړه د صديق وله
سر د خار وي تل ختلی تر ديواره