

صدیق
که يو ځل کړې ته پرده له مخه دوره
تمامي جهان به ښه ډک شي له نوره
په هر ځای کې چې دردمن وبله پيش شي
خالي نه وي يو نفس ستا له مذکوره
دا خمار مې ستا د لبو په چيچل دی
که مې څښلي تازه می دي له انګوره
لکه زه يم په ديدن پسې د ښکليو
خدای دې نه کا څوک داهسې بې صبوره
په هجران کې مې د حال پوښتنه څه کړې
نور به څه وايم وتاته بې ضروره
د فرياد داد به په چا غواړم له چانه
جدايي د يار ستم کا بې دستوره
چې يې زخم فر قيامته نه رغيږي
خدای دې غوڅ نه کا سړی په هغه توره
د لاله سينه په څه داغ ده پوهيږې
د خزان سيلۍ پرې اور شوه تر تنوره
تل سزا د پرده در وده که پوه يې
خبر دار په حقيقت شه له منصوره
د طوبا سيوری مې خلکو ته بخښلی
ما ته بس ده ستا د زلفو سايه ګوره
ستا د سترګو فتنه يوه د صديق نه ده
تمامي جهان پرې ډک شو له فتوره