

صدیق
بده ژبه تېره ډېره ده تر خاره
ګل د خار جدايي نه کا له کناره
زخم ډېر تيره د ژبې تر خنجر وي
په چيچل مچۍ ور دورمي تر شعاره
نه مې لاس په سخا ښی په کيڼ خبر شو
نه کمی کا زر يمين و تر يساره
که صدف غوندې خوله وازه کړم اوبو ته
په لمن به ګوهر زيات وړم تر هزاره
که په درد د محبت مبتلا نه وای
څو به خوښ خاطر زما وله روزګاره
هيڅ غبار د تعلق را پورې نه شته
سبکبار لکه نسيم ځم تر ګلزاره
چې په خپل عيب صديق مولا بينا کړم
له هر چا مې نظر قطع شو يکباره