

صدیق
چا چې ونيوه په تېره
دنيا نه کړه هغو ډېره
څوک يې ځای د زړه په سر کا
څوک پرې مينه کا برسېره
مينه مه کړه پرې هوښياره
خواږه نه دي بې ګنډېره
زړه پرې مه تړه که ښه کړې
په دا څه شي که شي ډېره
لکه را شي هسې درومي
دنيا سيوره ده له نمېره
په ښايست يې غلط مه شه
دنيا ده غولون که بېره
ور کول کړه چې يې پل خوري
دا هنر زده کړه له شېره
سخاوت کوه که مرد يې
که هر څو شي تيره بېره
څو ژوندی يې غم خو مه کړه
حيات نه شته دی بې سېره
ګوره څه شي، څوک خبر دي
هره چار کوه دلېره
مرد به نه کاندي هيچيرې
د صديق خبره هېره