

صدیق
که خوبي وه د يوسف ښکلې مشهوره
ستا خوبي ده ځنې لا ډېره منظوره
لکه نقش په حجر کې تل قايم وي
ستا بشره لرم په زړه هسې مستوره
په کاته مې تمامي صبر د زړه وړي
ځکه زه شوم روغ عالم ته بې صبوره
ستا د مينې آه مې هسې تر خوله خيژي
لکه سره لبمه را خيژي له تنوره
د وصال بهره مند عين په بهشت وي
د دوزخ حقيقت غواړه له مهجوره
بس کړه دا چې اوس په ما باندې تيريږي
خدای دې نه کا څوک خبر له دې ضروره
زه بيغمه نور په هيڅ خبردار نه يم
د جهان له ښوښاديو له سر وره
په يرغ جدايي چا وکړه له ياره
جدايي کا دا کارونه بې دستوره
څوک چې زار د جدايي کا ناپوهي ده
آشنايي واړه دنيا کا بې شعوره
د هجران په تيغ دې نه وي نور قبول دي
که مې مرګ ته په تاوون شوې يا په توره
خدای دې يو زمان جدا ور څخه مه کړه
د صديق د زړه خوښي، د سترګو نوره