

صدیق
د آسمان ګرځيده نه دي بې تاثيره
زخم تل څرګند جوهر کا له شمشيره
حق ناحق دې خپل ژوندون بيايي تر مرګه
زور د ژۍ د ليندې درست غواړه له تيره
د زړې ونې ريښې تر ځوانې کلک وي
په دنيا مينه تر ځوان کړي ډېره پيره!
فکر لار د رزق په ما د روزي بند کا
په هلک ګوته شي هره نی پر شيره
خط د حسن زړه بې نياز کاندي د زلفو
د ګل خاوره همېشه وي دامنګيره
زر د سترګو تر ځنبل ځي ژۍ ته شا کا
غشي څو په تاو په ژۍ ځي له زهګيره
د صديق غوټه يې کومه له زړه واکړه
نوک چې ښه دی خلاص د غوټې له تدبيره