...

صدیق

څو له ځايه را پيدا دنيا دوني ده

 نور څه نه ده سراسر مکر ومني ده

په خپلوۍ يې دانا کله اعتبار کا

 د دنيا دوستي څرګنده دښمني ده

چې په خواب و خيال يې مينه په دنيا شوه

 په رښتيا د هغو برخه جنوني ده

د افلاس څښتن همه ځنې آزاد دي

 که بلا ده خو په غاړه د غني ده

د دانا تر فهمه کمه تر ذره شوه

 ونادان ته ګويا څټه سل سني ده

هوښيارانو ته رښتيا لکه دورمه ده

 ابلهانو ته شيرينه تر ګني ده

چې يې کاندي سر زنشت چې پرې پوهېږي

 د سړي په ځان بلا خپله مني ده

دغه ګټه به دې خاورې شي په ګټه

 نګينه دې فيروزه که يمني ده

چې په هيڅ شي دې رضا نه وي بې بدو

 له هغه دښمنه څه رنګ ايمني ده

 چې يې سر د صديق ډېر تر آسمان بر کړ

 که په دين دنيا لويي شته کميني ده