...

صدیق

مينه مينه څه ده واړه غم ده، ځګر خون ده

 چا نه کړه تر سره پورې کړې خو مجنون ده

چا ويل د مصر توره ډېر ښه غوڅول کا

 زه وايم دروغ دی توره بده د بېلتون ده

ستا قصو مې خوب په دواړو سترګو کې حرام کړ

 چا ويل و ما ته چې قصه د خوار افسون ده

بده جدايي ده د هيچا نصيب دې نه شي

 بل زحمت اسان شو که يو غمه ده که تاؤن ده

يار مې جفا کار شو، که باور کړې په جفا کې

 لار مې په ده مينه تر اوله اوس افزون ده

هيڅ زړه سوی يې نه شي په ما خوار د خدای د پاره

 دا د زړه سختي که خواره برخه د پښتون ده

راوړه هغه سترګې چې يې وويني نور ستا شي

 ډېره خزانه په زمکه ښخه د قارون ده

څه شو که ډېر څښي مست يې مه ګڼه هوښيار دی

 لږه هوښياري مې د يار ښه تر افلاطون ده

 ډېر ويل ښه نه دي چې پري دوه بيل شي صديقه

 لږ خبره ښه ده چې د دوو پيوستون ده