

صدیق
شوا برخه ستا د زلفو د پريشان ده
آرزويي واړه په زړه کې په زندان ده
تنګ نفس د ګلو هر کله خزان وي
تل ژړا ته وازه خوله د لب خندان ده
په چمن کې پاڼه ګل ميلمانه لږ وي
جدايي غمګينه ورځ تل د بوستان ده
همېشه د عاشقانو احوال يو وي
قصه نن په خوی زما د بل بل ان ده
که په بوی دې د ګل زيان رسي دماغ ته
خوږ کړه لږ خبره ورو زما ناتوان ده
په تعبير، قربت د وصال د معبر دی
چې ليدلې مياشت په خوب چا په ګريوان ده
پټ به کله د زړه راز شي په جهان کې
د صديق عاشقي نمر اوس د آسمان ده