

صدیق
ستا د حسن خوبي ما و ته ښکاره ده
چې سپوږمۍ دې تر ښايسته بيچاره ده
خپل قسمت زاهد په کونج کې خلوتي کړ
ځکه زوږ په ده د ښکليو ننداره ده
بس کړه يوځله مې وڅښه چې مين شوم
د اجل پياله بيا کله دوباره ده
ستا د زلفو تار يې غواړم وګنډون ته
که سينه مې په ډېر غم پاره پاره ده
دا خو وايم چې په نه عمر حساب شوه
جدايي که ستا د عمر په شماره ده
واړه حال له جدايۍ راته وايې
په بيان د هجران ختمه د وقاره ده
چې يوه زره زره ښاد کا سزا مومي
د صديق ښادي د غم په اجاره ده