...

صدیق

سيرابي په درياب د خپل آبروی ده

 ابرويي تل د ګلاب په رنګ وبوی ده

په ساتل دخپل آبروی تر ګوهر زيات شو

 د اوبو تلليو بيا لار کله په جوی ده

د ځوانۍ بهار وفا را ښکاره نه کړه

 چې د زړه خوښي د ګل په رنګ رويي ده

د نفس شماره د ژبې په تلوار کړه

 تل حساب ته شانه جوړه د هر موی ده

قيمتي ګوهر ضايع رايګان مه کړه

 ګرانه لا شور ته تر درو ګفتګوی ده

خپل قيمت قدر هر چا و ته ښکاره دی

 آينه ښکاره هر چا ته د خپل خوی ده

 له حجابه صديق مخ په حجاب نغاړي

 آينه يې د ديدن په جستجوی ده