...

صدیق

چې په زړه يې ستا د خال مينه ځايي ده

 څه پروا مې د عالم په رسوايي ده

د يعقوب د يوسف حال تر نمر ښکاره دی

 په ديدن مې ستا د سترګو بينايي ده

په کوڅه دې د رقيب ګذر ومشه

 څه خپلوي له بد خصلته روښنايي ده

چې په مزد يې د جنت د حورو کاندي

 ځکه هيڅ د پارسايانو پارسايي ده

په کوڅه د عاشقانو يې تير مه کړه

 د زاهد تقوا هر ګوره ريايي ده

چې په تخت يې بيا ګذر غواړي په زمکه

 که هر څو په پورته لاړه هوايي ده

هومره وايم چې اور به دی هر څه سيزي

 په تقريب به يې څه وايم جدايي ده

 خوار صديق دي قبول کړي چې مين شو

 ستا دمينې تهمت ډېره بډايي ده