

صدیق
د هر چا چې نن له تاسره ياري ده
ورته پيښه د جهان واړه خواري ده
د کمتر وري ستيزه هيڅ شي زورور ته
د عاشق خو معشوقه و ته زاري ده
ستا د سترګو په ديدن به یې صحت شي
د هر چا چې ستا له سترګو بيماري ده
د قيامت سختي څوک څه يادوي ما ته
تر هر څه سخته د هجر دشواري ده
ستا په عشق کي د مجنون نامه په ماږدي
ښه چې تا ته ياره پاتې هوښياري ده
که د زړه په وړه پوهيږي ساتل نه کړې
کله تا له چا زده کړې دلداري ده
چيرې نه چې په ازار د چا زړه ښه کړې
تر هر څه د مظلوم لا بد آزاري ده
که نماځنه د خپل يار کړې عيب نه شته
په دنيا کې نوم د ښو ښه يادګاري ده
چې يې لاس په ښکلي نه رسي شيخي کا
د صديق توبه همه له ناچاري ده