

صدیق
د جهان خوښي په وصل د آزار ده
د بهار ننداره غم په يوه خار ده
سبزه لا حسن د تورو خاورو ډېر کا
آينه د مخ په خط کله زنګار ده
د چمن د ګل پرده رښتيا ديوال دی
کوم باغبان تړلې لاره د ګلزار ده
د شيرينې يو نظر د کوهکن بس دی
که همت وي آساني واړه د شوار ده
ليوني د رزق له غمه فارغبال وي
وداني خو په کوڅه يا په بازار ده
ښکلی مخ په پرده لا ښه عاشق ويني
لار نيولې په يوسف چا د خريدار ده
د عاشق له زړه به عشق منع په چا شي
د طبيب نيولې لار چا په بيمار ده
شيخ په کونج د صومعه لاړ شو ګمنام شو
د منصور نامه آفتاب په سر د دار ده
د ديدن وعده مرګ نه شي و عاشق ته
سر ښندنه د صديق شمله دستار ده