

صدیق
په بهار مې ستا د مخ زندګاني ده
ارزويي مې ستا د شان بې نشاني ده
هيڅ زمان مې زړه بې تا هيچيرې مه شه
ما په سر اخستې دا سر ګرداني ده
بد اموزه به هر ګز نه وي چې ښه شي
کوم يوه د ګلخن کړې باغباني ده
لکه خضر لنډه لار در اوږده نه کړې
رسيدل تر ياره زر جانفشاني ده
ديرينه ساقي شراب لره په زړه کې
غنيمت در لره څو ورځې ځواني ده
تجلا و ته يې کاڼي په اميد دي
چا زده څه وه بيا په څه لن تراني ده
همېشه ځکه صديق شو ستا په عشق کې
چې بې دوسته ورته هيڅ زندګاني ده