

صدیق
د نادان په ناداني کې دانايي ده
و دانا ته نور د سترګو بينايي ده
نصيحت د هر هوښيار کار د نادان دی
دانا وړې له نادانه دنايي ده
توره شپه اخر سبا ته سپينه ورځ شي
سپين ويښته د تورې ږيرې روښنايي ده
عاقبت چمن بهار خزان جدا کا
بقا کومه بې له دوسته آشنايي ده
مسافر اخر منزل پريکا صديقه
له فنا طمع بې ځایه بقايي ده