

صدیق
د عاشق غمګينه ورځ راحت افزای ده
بادشاهي په ابرو پټه د ګدای ده
همېشه په ځان سختي پيڅه که مرد يې
له هډوکي تيښته کله د همای ده
مرتبه د کمينۍ تر نمر والا شوه
خاوره پاس پروته په سر د عرش د پای ده
د يقين نقش د هر دو اخله په لاس کې
هغه واوره که عالم ته بازي بای ده
فراغت د مرګ له غمه خاطر مه کړه
خوښي کله کړې چا د غم په سرای ده
پرورش د تن څو کړې خبر دار نه ديې
ښخه تل درنه بيړۍ په ګل ولای ده
د فنا اندېښنه هيڅ د هغو نه شته
چې ناله يې لکه قطب تل په ځای ده
همېشه يې ستا وصال بولي و دار ته
د منصور مينه صديق ته رهنمای ده