

صدیق
نزديکي تا نه هم ستا ګرانې جاني ده
ورک خاطر غذا رښتيا د روحاني ده
د درياب ژبه په بانک بلند وايي
چې برمنډ ته د اوبو لاره عرياني ده
د فنا لار د عاشق ده ومطلب ته
لار د سپاندې اور ته تل جاوداني ده
قناعت غني له سوری د همای دی
د نعمت شکر می خط په پيشاني ده
په استوګه مې دا خلق غمګين مه شه
کور ميشته مې همېشه بياباني ده
په مجنون غوغا رښتيا د محبت وي
دي رښتيا ياري د يار جاني جاني ده
په پياله کې مې د سترګو اوښې ګرځي
د مخمور پياله په لاس کې لړزاني ده
فراغت په قناعت کې د صديق شو
جمعيت طلب هر ګوره پريشاني ده